په غزه کې د اسراییلي پوځ په تازه بریدونو ۶۵ فلسطینیان وژل شوي

پرون

په غزه کې روغتیایي سرچینو ویلي، چې د اسرایلي ځواکونو په نننیو بریدونو کې لږ تر لږه ۶۵کسان وژل شوي دي.

د وژل شویو په ډله کې ۱۴ تنه د یوې کورنۍ غړي دي.

سرچینې زیاتوي چې د وژل شویو ډېری کسان ملکي وګړي دي او د هغوی په منځ کې ښځې او ماشومان هم شته.

د غزې د بیړنیو خدماتو مسوولینو ویلي، چې روغتونونه لا له وړاندې ډک دی او د درملو او وینې د کموالي ستونزه ورځ تر بلې جدي کېږي.

د سیمه‌ ییزو راپورونو له مخې، د اسراییلي الوتکو او توپچي بریدونو په نتیجه کې ګڼ شمېر کورونه نړول شوي او ګڼې کورنۍ د خاورو لاندې پاتې دي. ژغورونکي ټیمونه هڅه کوي چې له کنډوالو لاندې کسان راوباسي، خو د سختو شرایطو او دوامداره بریدونو له کبله د ژغورنې بهیر له ستونزو سره مخ دی.

ملکي وګړي وايي، د بریدونو شدت په داسې حال کې زیات شوی چې د خلکو د خوندي ځایونو امکانات ډېر محدود دي او د تېښتې لارې تړل شوي دي.

تر اوسه د اسراییلي چارواکو له لوري د دغې مرګ‌ژوبلې په تړاو څه نه دي ویل شوي.

بلخوا د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې فلسطین د یوه خپلواک دولت د جوړېدو پرېکړه تایید شوه. د پرېکړې له مخې د فلسطین خپلواک دولت به د حمـاس له شتون پرته جوړېږي او دا ډله به پکې هېڅ ونډه نه لري. اسراییل د دغه پرېکړې تر ټولو ستر مخالف هېواد و.

نور خبرونه

رادیو