د اوکراین ډرون بریدونو په لومړي ځل د روسیې لویدیځ کې د تېلو ستر ټرمینل په نښه کړ

۲ ورځې مخکې

د اوکراین ډرون بریدونو د روسیې په شمال لوېدیځ کې د پریمرسک بندر چارې د لومړي ځل لپاره ودرولې. دا بندر هره ورځ تر یو میلیون بیرلو زیات تېل باروي او د روسیې د لوېدیځ تر ټولو ستر د تېلو لېږد مرکز بلل کېږي.

اوکراین وایي، په برید کې څو بېړۍ او د تېلو یوه پمپ سټېشن اور اخیستی.

د روسیې سیمه‌ییز چارواکي بیا وايي چې اور مړ شوی او د تېلو د تویېدو ګواښ نشته.

د دې برید له امله د نړیوالو تېلو بیې شاوخوا دوه سلنه لوړې شوې.

روسي پوځ ادعا کوي چې په همدې سیمه کې یې د شپې پر مهال ۲۲۱ اوکرایني ډرونونه راغورځولي دي.

نور خبرونه

رادیو