د پاکستان، چین، روسیې او ایران ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

۲ ورځې مخکې

د پاکستان، چین، روسیې او ایران ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې نن یې د تاجکستان پلازمېنې دوشنبه کې د چین، روسیې او د ایران له استازو سره د افغانستان په اړه غونډه کې ګډون کړی و.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه غونډه کې یې د افغانستان په اړه ګډې هیلې او اندېښنې سره شریکې کړې دي. صادق خان زیاتوي، چې د یادو خبرو په پایله کې پر دې هوکړه شوې چې باید په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره جدي مبارزه او د بشري مرستو ملاتړ وشي.

نور خبرونه

رادیو