د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسم ال ثاني د امنیت شورا په غونډه کې وویل، اسراییل غواړي چې د غزې جګړې د پای ته رسولو هڅې له مشخص لوري وغورځوي، خو له دې سره یې ټینګار وکړ چې هېواد به یې د جګړې د پای ته رسولو په منځګړیتوب کې ژمن پاتې شي.
نوموړي د غونډې پر ګډونوالو هېوادونو غږ وکړ او ویې ویل: «اسراییل هڅه کوي د سولې هر ډول لیدلوری کمزوری کړي او د فلسطیني ولس کړاوونه دوامداره وساتي. له دې سره، دا وضعیت د دې ښکاروندویي هم کوي چې هغه سختدریځه یا افراطیان چې نن پر اسراییل واکمني کوي، د برمته شویو کسانو پروا نه لري. برمته شوي کسان د دوی لپاره هیڅ لومړیتوب نه دي.»