د پاکستان د دیني چارو فدرالي وزير سردار محمد يوسف وايي، په سعودي عربستان کې ځينې پاکستاني زيارت کوونکي خیراتونو ټولولو پسې ځي چې له امله يې د دوی د هېواد نوم بدنامېږي. د هغه په وينا؛ تېر کال د سعودي ولیعهد هم شکایت کړی و، چې ځينې کسان د حج او عمرې پر مهال سوالګري کوي.
سردار يوسف په اسلاماباد کې یوې غونډې ته ویلي، د حج او عمرې پر مهال د عبادتونو تر څنګ د سعودي قوانينو مراعتول هم ضروري دي.