په نیپال کې د اعتراضونو له دوام سره هم مهاله چې تر اوسه یې له امله ۵۱ کسان وژل شوي، رسنیو او مدني ټولنې په دغه هېواد کې د پاچاهۍ د بېرته راګرځېدو په تړاو بحثونه پیل کړي دي.
د دغه هېواد پخواني پاچا چې په ۲۰۰۸ کال کې د سلطنتي نظام له لغوه کېدو وروسته له سیاسته ګوښه شوی، هم په یوې اعلامیې کې د معترضینو وژل کېدل او روان تاوتریخوالی غندلي دي.
په نیپال کې سختې سیاسي ناندرۍ روانې دي. په دغه هېواد کې د ځوانانو اعتراضونه چې په لومړي سر کې د ټولنیزو شبکو له استفادې د منعه کېدو او فساد پر وړاندې پیل شوي و، بالاخره له امنیتي ځواکونو سره پر خونړیو نښتو واوښتل.
په دغه هېواد کې د ناورین په پراخېدو سره، لومړي وزیر استعفا وکړه او د لنډ مهال لپاره د دغه هېواد پخوانۍ قاضي القضاته «سوشیلا کارکي» د هغه ځای ناستې شوه. په کټمانډو کې نا محدوده نظامي حکومت هم اعلان شوی دی.
په دې منځ کې د نیپال پخواني پاچا« ګیانندرا شاه» چې په ۲۰۰۸ کال کې د سلطنتي نظام له لغوه کېدو وروسته له سیاسته ګوښه شوی و، د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر وژل شویو معترضینو یې خواشیني څرګنده کړې، تاوتریخوالي یې غندلی او د ارامښت غوښتنه یې کړې ده. د نوموړي په وینا، د ښې حکومتولۍ او اقتصادي انضباط لپاره د ځوان نسل غوښتنې مشروع دي او دغه دریځ هغه یو ځل بیا د نیپال په ټولنه کې مطرح کړ.
ځينو رسنیو دغه اعتراضونه په مارچ میاشت کې د سلطنت غوښتونکو له اعتراضونو سره ورته بولي او همداراز یو شمېر مدني ټولنې د دغه هېواد پوځ پر دې تورن دی چې واک ته د پخواني پاچا د رسېدو لپاره زمینه برابروي.