امنیت شورا کې د امریکا استازې: پر قطر د اسراییل برید د دې هېواد ګټې نه شي خوندي کولی

AP ۱۴۰۴ وږی ۲۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د امریکا استازې وویل، په قطر کې د حماس پر مشرانو د اسراییل برید د دغه هېواد په ګټه نه دی او نه شي کولی د اسراییل ګټې د غزې په جګړه کې پر مخ یوسي.

هغې زیاته کړه، دغه برید به د اسراییل د ستراتیژیکو موخو لپاره په دې جګړه کې هېڅ مرسته ونه کړي.
د امریکا یادې استازې همدارنګه ټینګار وکړ، چې له دې برید وروسته د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په خبرو کې د سولې او د غزې جګړه کې د تاوتریخوالي د کمولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

نور خبرونه

رادیو