د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې ویلي چې د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې د سېلابونو له امله ۲.۱ مېلیونه کسان بېځایه شوي او او نږدې دوه مېلیونه جریبه کرنیزه ځمکه تر اوبو لاندې شوې ده.
د یادې ادارې د معلوماتو لهمخې د پنجاب په سیندونو کې د اوبو کچه لوړه شوې او د نورو سېلابونو د راوتلو امکان هم شته دی. چارواکي وايي چې بېځایه شوي خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د پاکستاني چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې د وروستیو سېلابونو او سختو ورښتونو له امله تر اوسه نږدې زر کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شوي دي.