طالبان: د پاکستان سند ایالت کې نږدې ۵۰ افغانان له زندانونو خلاص او افغانستان ته واستول شول

۴ ورځې مخکې

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو قونسل خبر ورکړی چې په سند ایالت کې د پاکستاني حکومت له لوري ۴۷ افغان بندیان یې ازاد کړي‌ او د چمن له لارې یې افغانستان ته استولي دي. عبدالجبار تخاري ویلي‌ چې له دې ډلې ۵ کسان له ډېرې مودې راهیسې بندیان وو.

هغه همداراز خبر ورکړی چې اوس‌مهال شاوخوا ۲۰ افغانان په سند ایالت کې بندیان دي او د هغوی د خلاصون لپاره یې هم هڅې پیل کړي دي. پاکستان د روان زېږدیز کال په لړ کې د افغانانو د اېستل کېدو بېلابېل پړاوونه پیل کړي چې د سپټمبر له لومړۍ نېټې یې د ملګرو ملتونو سره ثبت «پي او ار» کارت لرونکو افغانانو د اېستنې لړۍ هم پیل کړې.

نیوکې دا دي چې پاکستاني پولیس په زندانونو کې له افغانانو سره ډېر ناوړه چلند کوي او یو شمېر افغانان د اېستل کېدو په موخه په اوونیو اوونیو زندانونو کې ساتل کېږي. موندنو ښودلې چې په دغو زندانونو کې افغانانو ته سم خواړه او مناسب بسترونه هم نه ورکول کېږي.

د پلازمېنې اسلام‌اباد په ګډون بېلابېلو ایالتونو کې پولیس هره ورځ کور په کور افغانانو پسې ګرځي او بېرته یې خپل هېواد ته شړي. په ورته وخت کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان هم او یو شمېر بشری سازمانونو د پاکستان له حکومت نه غوښتي چې د افغانانو د اېستل کېدو روان بهیر ودروي.

نور خبرونه

رادیو