باوري سرچینو افغانستان انټرنشل-پښتو ته ویلي چې طالبانو د بلخ ولایت د مزارشریف ښار په ځینو دولتي ادارو کې انټرنېټ بند کړی دی.
سرچینو که څه هم د طالبانو د دغه کار د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې له پرون راهیسې د بلخ ولایت ډېرې دولتي ادارې د انټرنېټ له خدمتونو بې برخې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د بلخ پوهنتون لپاره د طالبانو د پخواني رییس ضیاءالحق ضياء کريمي یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه چې ګڼ غبرګونونه یې هم راوپارول.
په ویډیو کې یوه نجلۍ د کریمي په دفتر کې ښودل کېږي چې ګواګې نوموړي ورسره نامشروع اړیکې لرلې.
که څه هم دا لومړی ځل نه دی چې د طالب چارواکو دا ډول ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي او ګڼ غبرګونونه راپاروي، خو ښايي دا په خپل ډول کې لومړنی اقدام وي چې طالبان دې د ټیکنالوجۍ په اوسني عصري دور کې د دولتي ادارو انټرنېټ بندوي.