د امریکا ولسمشمر ډونالډ ټرمپ د محافظهکاره چارلي کرک د وژنې په ویر کې امر کړی چې په فدرالي ادارو کې دې د دغه هېواد بیرغ نیمه ځوړند وساتل شي. ټرمپ په یوه ویډيویي پیغام کې د کرک پر وژل کېدو د خواشينۍ ترڅنګ دا «د امریکا لپاره یوه توره شېبه» بللې ده.
ټرمپ په خپل پیغام کې ویلي چې چارلي کرک «د ریښتینولۍ او خپلواکۍ یوه نمونه» بللی دی.
د امریکا ولسمشر نږدې ملاتړی او د محافظهکارو ځوانانو پېژندل شوی فعال چارلي کرک د چهارشنبې پر ورځ د یوتا ایالت په یوه پوهنتون کې د وینا پرمهال په یوه وسلهوال برید کې ووژل شو.
چارلي کرک په بېلابېلو پوهنتونونو کې په عام محضر کې په بحثونو او مناظرو مشهور و او میلیونونه څارونکي او مینهوال یې لرل.