د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني ویلي، په قطر کې د اسرییل له لوريد شوي برید پر وړاندې باید د خلیج هېوادونو غړي پرېکنده غبرګون وښيي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د خلیج عربي هېوادونو مشران د ملاتړ څرګندولو لپاره دوحې ته رسېدلي دي.
هغه د چهارشنبې په ورځ سياېناېن امریکایۍ ټلوېزیوني شبکې ته وویل: «د سیمې په کچه به یو ګډ غبرګون وښودل شي. موږ د سیمې له نورو شریکانو سره په سلا او بحثونو بوخت یو». شېخ محمد زیاته کړه: «موږ هیله لرو یو داسې مانالرونکی کار وشي چې اسراییل له دې سرزورۍ راوغورځوي».