په امریکا کې د بریتانیا سفیر له دندې ګوښه شوی

۳ ورځې مخکې

د امریکا لپاره د بریتانیا سفیر پیټر منډلس د پنجشنبې په ورځ د بریتانیا د لومړي وزیر کیر سټارمر له خوا له دندې ګوښه شو. دا ګام وروسته له هغه واخیستل شو چې په جنسي جرمونو تورن جیفري اپسټین سره د منډلس د اړیکو په اړه ګڼ ایمیلونه او لیکونه افشا شول.

سټارمر د چهارشنبې په ورځ په کلکه د خپل سفیر ملاتړ وکړ ځکه چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ رسمي سفر، چې منډیلسن ورسره قوي اړیکې جوړې کړي، راتلونکې اونۍ د راتلو په حال کې دی.

ټرمپ هم د اپسټین سره د اړیکو په تړاو تر پوښتنولاندې راغلی، خو سپینې ماڼۍ ویلي چې د ټرمپ له خوا اپسټین ته د زېږون مبارکۍ لیک جعلي دی.

امریکايي قانون جوړوونکو داسې لیک خپور کړی چې په هغه کې منډلس اپسټین «نږدې ملګری» بللی دی.

رسنیو هم ځیني ایمیلونه خپاره کړي چې ښیې منډلس په ۲۰۰۸ کې اپسټین ته مشوره ورکړې وه چې د ۱۸ میاشتو بند سزا د مودې له تېرولو مخکې دې د خوشې کېدو هڅه وکړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «ایمیلونه ښيي چې د منډلسن اړیکې له اپسټین سره تر هغه ډېرې وې څومره چې د ده د ګمارنې پر مهال معلومې وې.»

سټارمر د همدې امله د هغه د لرې کېدو غوښتنه وکړه.

منډلسن د چهارشنبې په ورځ ویلي و چې له اپسټین سره په لیدو ډېر پښیمان دی او دا اړیکه یې “له اړتیا ډېر اوږده” وساتله، ځکه یې د یوه “فریبکاره جنایتکار” پر درواغو یې باور کړی و.

نور خبرونه

رادیو