طالبانو په موټرو کې د لیزري څراغونو کارول بند کړل

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د ترافیک پولیسو عمومي ریاست د یوې تازه پرېکړې له مخې اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې د لیزري څراغونو کارول بند دي.

یاد ریاست ویلي چې ډېری وخت د ترافیکي پېښو لامل همدغه لایزري څراغونه دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په ټول هېواد کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوې. طالبان یې لامل د موټرچلوونکو بې پروایي بولي خو خلک یې د ترافیکو په لیکو او مشرتابه کې د غیر مسلکي کسانو ګومارنې ښيي.

نور خبرونه

رادیو