د روسیې استازی: پر قطر د اسراییل برید به د غزې او سیمې پر امنیت سختې پایلې ولري

AP ۱۴۰۴ وږی ۲۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د روسیې استازي خبرداری ورکړ، چې پر قطر د اسراییل برید به د غزې پر وضعیت او د ټولې منځنۍ ختیځ د سیمې پر امنیت جدي پایلې ولري.

هغه زیاته کړه، چې دا اقدام کولای شي د سیمې د کړکېچ او بې‌ثباتۍ د زیاتوالي لامل شي.
دغه روسي چارواکي همدارنګه په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه وژنې ته هم په اشارې سره وویل، دغه اقدام د حماس او اسراییل ترمنځ پر غېرمستقیمو خبرو چې د غزې په تړانګه کې د اوربند د ترلاسه کولو لپاره روانې وې، سخت ګوزار کړی دی.
هغه په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د مخکښو سیاسي او پوځي څېرو فزیکي له منځه وړل نه یوازې یو جنایت دی، بلکې د دولتونو ترمنځ د متمدنې همکارۍ اصولو ته سپکاوی او په سیمه کې د نه کنټرولېدونکي کړکېچ د رامنځته کېدو ګواښ هم دی.

نور خبرونه

رادیو