زیلینسکي: د پولنډ له ډرون پېښې وروسته متحدین باید د هوايي دفاع تګلاره له سره وارزوي

۳ ورځې مخکې

د روسیې له خوا د پولنډ د هوايي حریم له نقض کولو وروسته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له خپلو متحدینو غوښتنه کړې، چې د خپلو هوايي دفاعي وړتیاوو ارزونه دې له سره وکړي.

زیلینکسي په کیېف کې د فنلنډ له ولسمشر الکساندر سټوب سره په ګډ خبري کنفرانس کې ویلي، چې اوکراین چمتو دی د خپلو متحدینو د هڅو ملاتړ وکړي.

نوموړي ویلي، د پولنډ په څېر هېوادونه دې د هوايي دفاع تګلارې وڅېړي، ځکه د امریکا له خوا جوړ شوي پرمختللي سیستمونه د روسیې د ارزانه ډرونونو پر وړاندې نه شي کارولی.

نوموړي زیاته کړې:« په نړۍ کې هېڅوک دومره توغندي نه لري چې د ډرونونو ټول ډولونه په نښه کړي.»

زیلینسکي ویلي، چې اوکراین د لویدیز له اوږد واټنه دفاعي سیستمونو څخه استفاده کوي، خو په کور دننه یې د روسي بریدونو د مخنیوي لپاره پرمختللی سیستم جوړ کړی او اوکراین چمتو دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه ، د امریکا د جوړ شوی«پېټریوت» توغندیز سیستم په څېر وسلې ډېرې ګرانې دي چې د روسیې د ارزانه ډرونونو پر وړاندې وکارول شي.

د اوکراین ولسمشر زیلینسکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د پولنډ لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ ویلي و، چې په خپل فضايي حریم کې یې د روسیې ۱۹ بې‌پيلوټه الوتکې ویشتلې دي.

نور خبرونه

رادیو