بنیامین نتنیاهو: که قطر او نور هېوادونه ترهګر و نه باسي، اسراییل به اقدام وکړي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۹

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو قطر او هغو نورو هېوادونو ته چې د ده په وینا «ترهګرو ته پناه ورکوي» خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «یا یې وباسئ او یا یې عدالت ته وسپارئ، ځکه که تاسې دا کار و نه کړئ، موږ به یې وکړو.»

هغه اعلان وکړ، چې اسراییلي ځواکونو پرون د اکټوبر د اوومې د برید طراحان په قطر کې په نښه کړل؛ هغه هېواد چې د ده په وینا ترهګرو ته پناه ورکوي، مالي ملاتړ یې کوي او د ژوند اسانتیاوې ورته برابروي.

نور خبرونه

رادیو