د پاکستان بندي پخوانی لومړی وزیر وایي، افغانستان نه یوازې یو اوږد مهاله ملګری هېواد دی، بلکې یو ورور او اسلامي هېواد هم دی. نوموړی په هېواد کې وروستیو زلزلو ته په اشارې سره زیاتوي، په دې سخت وخت کې باید له افغانستان سره پیوستون اعلان شي.
عمران خان چې له څه مودې راهیسې د پاکستان په اډیاله زندان کې بندي دی، د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۸مه) په خپله اېکس پاڼه په افغانستان کې وروستیو زلزلو ته په اشارې سره ویلي، «په دې سخت وخت کې باید له افغانستان سره د پیوستون څرګندونه وشي او تر خپلې وسې ورسره مرستې وشي.»
نوموړي یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت او په ځانګړې توګه پر پوځ په نیوکو سره ویلي، د پاکستان اوسنی نظام د ظلم او اخلاقي زوال پر لوري روان دی او پای به یې هم د همدې نظام په رانسکورېدو سره وي.
عمران خان یو ځل بیا د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر ته سپارښتنه وکړه، چې په خېبرپښتونخوا کې د خلکو پر ضد د پوځ د روانو عملیاتو پر وړاندې په کلکه ودرېږي او د پاکستان پوځ ته په خطاب کې یې زیاته کړې: «له تاریخه زده کړه وکړئ، یوازې د بهرنیو قوتونو د خوشحالولو لپاره د خپلو خلکو پر وړاندې عملیات به د وضعیت د ښه کېدو پر ځای حالات لا پسې خراب کړي.»
د نوموړي په وینا، پر مېرمنې یې له ټولو اسلامي او اخلاقي ارزښتونو خلاف ظلم په دې موخه روان دی چې د ده هوډ مات کړي.