د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي وایي، «د الله په قانون کې د انسانانو ژبه، قوم او رنګ هېڅ ډول ارزښت نهلري او یوازې بهترین هغه څوک دی، چې د ښه تقوا لرونکی وي.» نوموړي دغه څرګندونې کابل کې د سیرت النبي په یوې غونډه کې کړې دي.
هغه زیاته کړې: «اسلامي نظام کې یو وزیر او یو عادي انسان له چا کم نهدی. د الله قانون کې هغه څوک نږدې دي، چې پرهېزګار او تقوا لرونکي وي». د نوموړي په وینا؛ بریالیتوب په ښکلا، قوم او ژبه کې نهدی او باید له هر ډول تبعیض څخه ډډه وشي.
نوموړی داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې همدا طالبان خپل غړي پر نورو افغانانو غوره ګڼي او ان د حکومتي څوکیو تر څنګ د افغانستان په بېلابېلو مسایلو کې د نظر حق نه ورکوي. یادې ډلې د سیاسي او د دوی د خپلې مذهبي مفکورې پر بنسټ نور افغانان له سیاسي فعالیتونو، انساني ازادیو او ټولنیزو اسانتیاوو څخه منعه کړي دي.
طالبان تورن دي، چې د سیاسي او مذهبي مفکورې پر بنسټ یوازې خپلې ډلې ته ژمن دي او په هېواد کې نور هېڅ لوری له ځانه بهتر نه ګڼي. د طالبانو دغه چاره د تبعیض، سختدریځۍ او نورو افغانانو ته د سپکاوي څرګندې بېلګې بلل کېږي.