سرچینې: د پخواني افغان هوايي ځواک چورلکې له ازبکستان څخه بېرته افغانستان ته لېږدول کېږي

۷ ورځې مخکې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پخواني حکومت هغه چورلکې چې د جمهوریت د سقوط پرمهال ازبکستان ته لېږدول شوې وې، په راتلونکو ورځو کې به کابل ته انتقال شي.

د سرچینو په وینا، د دې چورلکو شمیر ۵۷ دی.

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته، د پخواني حکومت د هوايي ځواک یو شمیر چورلکې ازبکستان او تاجکستان ته ولېږدول شوې.

دغه چورلکې د پخواني افغان پوځ د پیلوټانو له خوا دغو هیوادونو ته لیږدول شوې وې.

د امریکا د دفاع وزارت مخکې ویلي وو چې ۴۶ الوتکې ازبکستان ته او ۱۸ نورې تاجکستان ته لېږدول شوې دي.

په دغو الوتکو کې Mi-17 UH-60 چورلکې او همدارنګه PC-12، C-208، AC-208 او A-29 الوتکې شاملې دي.

طالبانو په وار وار له ازبکستان او تاجکستان څخه غوښتي و، چې یادې چورلکې دې ډلې ته وسپاري خو دواړو هیوادونو د طالبانو د غوښتنې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

په ازبکستان کې د امریکا سفیر اعلان کړی و، چې د یوې نوې موافقې له مخې د افغان پوځ ۴۶ پخوانۍ الوتکې او چورلکې به د ازبکستان حکومت په واک کې پاتې شي.

په افغانستان کې د امریکا سفارت هم له تاجکستان څخه مننه وکړه، چې د افغانستان د پوځ پخوانۍ الوتکې یې طالبانو ته نه دي سپارلي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني او د هغه د همکارانو یوه ډله هم د دریو پوځي چورلکو له لارې ازبکستان او بیا متحده عربي اماراتو ته لاړل.

د امنیتي ځواکونو د یوه پخواني قوماندان په وینا، امریکا د پخواني افغان حکومت هوايي ځواک په ۲۲۹ پوځي او ټرانسپورټي چورلکو سمبال کړی و.

نور خبرونه

رادیو