د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځینه کارکوونکو د کار له مخنیوي په غبرګون کې دغه وضعیت د ملګرو ملتونو د سیسټم لپاره تاریخي شرم ګڼلی دی.
امرالله صالح د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۷مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «دا به د ملګرو ملتونو د سیسټم لپاره تاریخي شرم وي که چېرې پرلهپسې تعامل توجیه کړي او یا ادعا وکړي چې دا بندیز د انلاین حضور له لارې کمزوری کېدای شي.»
صالح پر یوناما په نیوکې سره زیاتوي، دغه نړۍواله اداره باید ځواب ورکړي او هغه توجیه کوونکي چې د تدریجي بدلون په نوم یې میلیاردونه ډالر توجیه کړی وو، هم باید ځواب ویونکي وګرځول شي.
نوموړی زیاتوي: «یوناما باید مسوولیت ومني او ځواب ویونکي شي او هغه توجیه کوونکي چې د تدریج بدلون په نوم یې میلیاردونه ډالره توجیه کړي و، هم باید ځواب ویونکي وګرځول شي.»
له کابل څخه سرچینو د دوشنبې په ورځ(د وږي ۱۷مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په کابل کې طالبان د یوناما اړوند دفترونو په دروازو کې د هغو ښځینه کارکوونکو مخه نیسي، چې په یادو ادارو کې کار کوي.
په کابل کې د یوناما دفتر هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دې وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې په پلازمېنه او ولایتونو کې خپلو دفترونو ته له ننوتلو او کارځایونو ته له لاسرسي منع شوې دي. یوناما وايي، چې د دغه وضعیت د حل لپاره له طالبانو سره په اړیکه کې دي.
د سرچینو په وینا، د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځینه کارکوونکو د کارونو د مخنیوي ځواکونه د هبت الله اړوند ځانګړي سرتېري دي او په تشکیل کې یې د دفاع وزارت کسان هم شته، خو امرالله صالح بیا دغه ځواکونه یوازې د دفاع وزارت اړوند ګڼي.