د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت عالي شورا د څلورو دوکتورا، اته ماسټري برنامو، پنځو نویو پوهنځیو او ۳۱ څانګو د ایجاد پرېکړه کړې ده. یاده شورا وايي، په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې یې د مصنوعي ځيرکتیاد ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه هم شامل کړي دي.
یاد وزارت ویلي، چې دا ناسته د د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندامحمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو د استازو، دولتي پوهنتونونو د رهبرۍ او خصوصي پوهنتونونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه.
په دې ناسته کې مولوي ندیم وویل: «شورا ته وړاندې شوې برنامې د ټولنې اړتیاوو او د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او معیارونو له مخې ارزول شوې دي.»
نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو د واکمنېدو له بیا پیل راهیسې شاوخوا ۱۰۰ د ماسټري او تر ۳۰ زیاتې د دوکتورا برنامې رامنځته شوې دي، چې په کمپیوټر ساینس، انجنیري، طب او کرنې برخه کې دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، شورا تازه د څلورو دوکتورا، اته ماسټري برنامو، پنځو نویو پوهنځیو او ۳۱ څانګو د ایجاد پرېکړه هم کړې ده.
سره له دې چې د زده کړو په برخه کې د برنامو د زیاتېدو اعلان کېږي، خو د طالبانو د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت تګلارې، چې نجونې یې له زده کړو بې برخې کړې دي، تر جدي نیوکو لاندې دي.