د ترکیې د خلق جمهوري‌پال ګوند د استانبول خلکو ته د اعتراضي راټولېدنې بلنه ورکړه

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۷

د خلق جمهوري‌پال ګوند چې د ترکیې د دولت اصلي مخالف ګوند دی، د یکشنبې په ورځ د استانبول له اوسېدونکو وغوښتل، چې د دې ګوند د ولایتي دفتر مخې ته راټول شي. دغه بلنه وروسته له هغې ورکړل شوې ده، چې پولیسو د ودانۍ شاوخوا خنډونه جوړ کړل او د عامو خلکو لاسرسی یې دې دفتر ته محدود کړ.

د خلق جمهوري‌پال ګوند مشر دغه اقدام «محاصره» بللی دی.
د ترکیې د خلق جمهوري‌پال ګوند په وروستیو میاشتو کې د پراخې قضایي ځپنې هدف ګرځېدلی دی. د دې ګوند سلګونه غړي چې پکې د استانبول ښاروال او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان اصلي سیال اکرم امام‌اوغلو هم شامل دی، نیول شوي دي.
څه موده مخکې د امام‌اوغلو نیول کېدل د ترکیې په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو ستر لاریونونه راوپارول. دغه ګوند ټول تورونه رد کړي او قضایي اقدامات یې د اردوغان پر وړاندې د انتخاباتي ګواښونو د له منځه وړلو او د اپوزیسیون د کمزوري کولو سیاسي هڅې بللي دي.

نور خبرونه

رادیو