د کونړ ناورین

ترکیې د خپلو بشردوستانه مرستو ۲۲مه کڅوړه افغانستان ته ولېږله

۶ ورځې مخکې

ترکیې د افغانستان زلزله‌ځپلو ته د خپلې ۲۲ مې مرستندویه کڅوړې د لېږلو خبر ورکړ. د ترکیې د پېښو اړوند (افاد) ادارې ویلي، په دې رېل ګاډي کې ۹۲۲ ټُنه خوراکي، غېرخوراکي او روغتیايي لوازم بار دي او د سې شنبې په ورځ یې له انقرې حرکت کړی دی.

د افاد ادارې په وینا، په دې کڅوړې سره د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره د ترکیې د مرستو کچه څه باندې ۱۰زره او ۴۶۰ ټُنو ته ورسېد. دغه مرستې د ترکیې سرې میاشتې ټولنې او نورو مدني بنسټونو په همکارۍ برابرې شوې دي.

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې له زلزلې وروسته د ګاونډيو هېوادونو په ګډون یو شمېر مرستندویه هېوادونو افغانستان ته نغدي او غېر نغدي مرستې ولېږلې.

قطر بیا له غېر نغدي مرستو سربېره اوس یې په زلزله‌ځپلو سیمو کې یو لنډ مهالی روغتون هم جوړ کړی دی. متحده عربي امارات او هند هم یادو زلزله‌ځپلو ته غېر نغدي مرستې لېږلي، خو برېتانیا، جرمني، چین، اسټرالیا، سوېلي کوریا او اېرلنډ بیا ویلي، چې د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره یې نغدي مرستې په پام کې نیولي دي.

د طالبانو په وینا، په ختیځو ولایتونو کې د شویو زلزلو له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو شمېر بیا ۳۶۴۰ ته رسېدلی دی.

د یادونې وړ ده، چې له زلزلې وروسته ټکانونو او د ځمک ښوېیدنې له امله زلزله‌ځپلو ته د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی او مرستندویه سازمانونو ویلي، زلزله‌ځپلو ته محدود لاسرسی، د سرچینو او د نړۍوالو مرستو کمښت اصلي ننګونې دي.

نور خبرونه

رادیو