ځانګړی

یوناما ومنله چې په کابل او ولایتونو کې یې کارکوونکې دفترونو ته نه دي پرېښودل شوې

۷ ورځې مخکې

په کابل کې د یوناما دفتر افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دې وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې په کابل او ولایتونو کې خپلو دفترونو ته له ننوتلو او کارځایونو ته له لاسرسي منع شوې دي.

یوناما وايي، چې د دغه وضعیت د حل لپاره له واکمنو چارواکو سره په اړیکه کې دي.

په کابل کې د یوناما دفتر نن دوشنبه د «وږي ۱۷مه» د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې وویل:«د ملګرو ملتونو د ښځینه غړو او دد وی د کار او ماموریتونو د ترسره کولو پر وړاندې د دې جدي خنډ په پام کې نیولو سره، یوناما او د ملګرو ملتونو ادارو، فنډونو او په افغانستان کې پروګرامونو د کارکوونکو د خوندیتوب او امنیت ډاډمنولو لپاره لنډمهاله عملیاتي تعدیلات رامینځته کړي دي»

خو یوناما ویلي، چې دغه اداره به د افغانانو په ملاتړ کار ته دوام ورکوي.

دیوناما دا غبرګون له هغه وروسته راځي، چې سرچینو نن دوشنبه د «وږي ۱۷مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تېره ورځ او نن طالبانو په کابل کې د یوناما ښځینه کارکوونکې ددفترونو له دروازو بېرته خپلو کورونو ته لېږلې دي.

یوې سرچینې وویل چې مرکزي دفتر ته د طالبانو ۷ تنه په شخصي جامو کې راغلي وو او ښځینه همکارانې یې بېرته ستنولې.

د یوناما یوه کارکوونکي له نومنښودنې پرته افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل:« د یوناما درې دفترونه دي، مرکزي دفتر ته پرون او نن راغلي وو، بارون کمپ کې چې ډبلیو ایف پي او د ای او ایم دفتر دی، هلته نن ورغلي دي.»

سرچینې زیاته کړه، « طالبان وايي، چې د ښځینه کارکوونکو کار بند دی، د امیر فرمان راغلی او د فرمان د تطبیق لپاره راغلي یو».

یادې سرچینې وايي، چې د ښځو د کار د مخنیوي قطعه د ملا هبت الله لپاره ځانګړی کار کوي، په تشکیل کې یې ددفاع وزارت کسان دي، خو لارښوونې له کندهاره ورته راځي.

ځینې سرچینې دغه کسان د طالبانو د امر بالمعروف اړوند کسان ګڼي، خو دې ادارې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو