پاکستانی استازی: طالب چارواکي دې د ټولو وګړو په ځانګړي ډول د ښځو حقونه خوندي کړي

۶ ورځې مخکې

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازولۍ دویم سکرټر دانیال حسنین وایي، چې د افغانستان بشري، انساني او ټولنیز ـ اقتصادي وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی.

هغه د اسلامي همکاریو سازمان په استازولۍ د «او ای سي» ډلې د بشري حقونو د عالي کمېشنر د وروستي راپور هرکلی وکړ او د ځانګړي راپور ورکوونکي له معلوماتو یې مننه وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې د افغانستان بشري، انساني او ټولنیز ـ اقتصادي وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی.

دغه ډله ټینګار کوي، چې د ښځو او نجونو پروړاندې روان محدودیتونه له اسلامي ښوونو سره په ټکر کې دي او هېڅ ډول توجیه نه لري.

د اسلامي همکاریو سازمان په وینا، د افغانستان «ډي فیکټو» چارواکي باید د ټولو افغانانو حقونه په ځانګړي ډول د ښځو د زده‌کړې او د کار ځواک ته د هغوی د ګډون حقونه تضمین کړي.

دانیال حسنین زیاته کړه، په افغانستان شته حاکمان مسوول دي څو د قومي، مذهبي او کلتوري لږکیو د خوندیتوب لپاره لازم ګامونه واخلي، لکه څنګه چې د اسلامي شریعت او نړۍوالو بشري حقونو قوانینو کې ټینګار شوی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان د نړۍوالو مرستو پر کمېدو او د نړۍوالې ټولنې د ژمنتیا پر کمښت ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې دا وضعیت د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. د دغې ډلې په باور، د بېړنیو بشري مرستو زیاتول په ځانګړي ډول د زیانمنونکو قشرونو د ملاتړ لپاره د ټولو اړخونو ګډ مسوولیت دی.

په پای کې، د اسلامي همکاریو سازمان له افغان ولس سره خپل یوالی بیا څرګند کړ او حسنین ټینګار وکړ، چې د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ کارول نه یوازې د افغانانو بشري حقونه زیانمنوي، بلکې د سیمې او له هغې هاخوا د نورو خلکو پر ژوند هم منفي اغېز کوي.

نور خبرونه

رادیو