یوناما: د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې باید د زده کړو دروازې پرانېستل شي

۶ ورځې مخکې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د سواد زده‌کړې د نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان پر بډایه ادبي میراث ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي، چې د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو لپاره د زده‌کړو فرصتونه برابر کړي.

یوناما پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «کتابونه یوازې د پوهې سرچینه نه دي، بلکې د تلپاتې سوکالۍ پر لور د تګ لاره هم ګڼل کېږي.»

له ۱۹۶۷م کال راهیسې د سپټمبر ۸مه «د سواد زده‌کړې نړۍوالې ورځې» په نوم نمانځل کېږي، څو نړۍ ته د سواد د ارزښت او د یوه عادلانه، سوله‌ییز او دوامدار ټولنې په جوړولو کې د هغې د حیاتي رول یادونه وشي.

د یونسکو د شمېرو له مخې، لږ تر لږه ۷۳۹میلیونه ځوانان او لویان لا هم د بنسټیزو سواد مهارتونو څخه محروم دي، له هرو لسو ماشومانو څخه څلور د لومړنیو لوست مهارتونو ته لاسرسی نه لري او لږ تر لږه ۲۷۲میلیونه ماشومان او تنکي ځوانان په ټوله نړۍ کې له زده‌کړې بې برخې دي.

یونسکو لیک او لوست د هر انسان اساسي حق بللی او د روان کال د نمانځنې شعار یې «په ډیجیټلي دور کې د سواد زده کړې ته وده ورکول» ټاکلی دی. دغه اداره باور لري، چې ډیجیټلي وسایل کولی شي د محرومو ټولنو لپاره د زده‌کړې نوې لارې پرانیزي.

افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د زده‌کړې په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی. د طالبانو د واکمنېدو له پیله تر اوسه شاوخوا ۲.۲میلیونه نجونې ښوونځي ته له تګ څخه محرومې شوې دي. یونسکو خبرداری ورکړی، چې که محدودیتونه تر ۲۰۳۰م پورې دوام وکړي، نو له زده‌کړو څخه د محرومو نجونو شمېر به څلور میلیونو ته لوړ شي.

د یونېسف د معلوماتو له مخې، د ښوونځیو د ودانیو، پاکو اوبو، روغتیایي اسانتیاوو او مسلکي ښوونکو په ځانګړي ډول د ښځینه ښوونکو د کموالي له امله شاوخوا څلور میلیونه نور ماشومان هم له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي.

د نړۍوالې ټولنې له پرله ‌پسې غوښتنو سره سره، طالبانو لا هم د نجونو پر زده‌کړو بندیز لرې کړی نه دی. نړۍوال بنسټونه او د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي، چې د زده‌کړې بندیز نه یوازې د افغان ماشومانو راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د ټول هېواد پرمختګ هم له جدي ستونزو سره مخ کوي.

نور خبرونه

رادیو