د «ههنګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان د موندنو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیله د سپټمبر تر ۶مې د ۵۹ افغانانو په ګډون ۹۰۶ کسان چې د ایران په زندانونو کې بندیان و، اعدام شوي دي. طالبانو تر دې مخکې د ایران دغه ډول اقدام ته غبرګون نه دی ښودلی او اوس یې هم چوپتیا غوره کړې ده.
یاد سازمان وايي، په ایران کې په تېرو اتو میاشتو کې په هره اوونۍ کې ۲۵ بندیان اعدام شوي او په وینا یې په اعدام شویو کسانو کې ۲۶ ښځې، یو ماشوم، ۳۲ سیاسي او عقیدتي بندیان هم شامل و.
د «ههنګاو» بشري حقونو ایراني سازمان د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «د اعدام شویو په ډله کې۱۳۰کُردان، ۱۱۷لُر قوم اړوند، ۹۹بلوڅان، ۹۵تُرکان او ۵۹ افغانان شامل دي.»
که څه هم د دغو اعدام شویو افغانانو د جرمونو په تړاو وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو ایراني چارواکو تر دې مخکې د دغه ډول کسانو جرمونه امنیت ضد کړنې، وژنې او د نشه يي توکو په کاروبار کې لاس لرل په ګوته کړي دي.
د چارو ځینې شنونکي وايي، مستبد حکومتونه د خپلې بقا لپاره دغه ډول چارو ته مخه کوي او په وینا یې په ایران کې په دغه ډول پېښو کې هېڅ ډول روڼتیا نشته او بندیان په ځانګړې توګه پر اعدام محکوم کسان د وکیل نیولو حق هم نه لري.
سره له دې چې په دې وروستیو کې له ایرانه د بندي افغانانو د لېږدونې بهیر پیل شوی، خو لا هم یو شمېر افغانان چې کره شمېر یې روښانه نه دی د ایران په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي او ځینې یې پر اعدام هم محکوم شوي دي.
د چارو د شنونکو په وینا، طالبان باید په ایران کې د بندي افغانانو پوښتنه وکړي او د حقوقي قضایاو بهیر یې له نږدې وڅاري او همداراز د رالېږدونې بهیر یې چټک کړي، خو دا لا هم روښانه نه ده چې ایران به پر اعدام محکوم افغانان طالبانو ته وسپاري او که نه؟
د یادونې وړ ده، چې د ایران د بشري حقونو سازمان تر دې مخکې ویلي و، چې یوازې په ۲۰۲۴کال کې په ایران کې ۸۰ افغان بندیان اعدام شوي او دغې چارې بیا د نړۍوالو بشري حقونو د سازمانونو تُند غبرګونونه راپارولي و.