د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د دغه وزارت لپاره د دوی وزیر نور جلال جلالي سره په لیدنه کې د روغتیا نړۍوال سازمان پلاوي په افغانستان کې د ګوزڼ په برخه کې د بشپړې پاملرنې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیا نړۍوال سازمان د ګوزڼ ناروغۍ سره د مبارزې حوزوي مشر ډاکټر حامد رضا جعفري په مشرۍ یو پلاوي سره لیدلي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ په یاده لېدنه کې د روغتیا نړۍوال سازمان پلاوي د ګوزڼ د اغېزمن تطبیق په برخه کې د بشپړې پاملرنې او بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې؛ سږکال تر اوسه په افغانستان کې دوه د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په افغانستان کې د پولیو دغه دوه مثبتې پېښې په بادغیس او هلمند ولایتونو کې ثبت شوې دي. همدارنګه د افغانستان له نهو ولایتونو څخه د پولیو ویروس چاپېریالي بېلګې موندل شوې دي.