طالبان وايي تېره اونۍ د رېل پټلۍ له لارې نږدې ۱۰۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

۷ ورځې مخکې

د طالبانو د ټولګټو وزارت اعلان وکړ، چې په تېره اونۍ کې د رېل پټلۍ له لارې ۹۹ زره او ۹۲۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې د انتقالاتو له ډلې د نفتي او غیر نفتي مواد ترڅنګ په تیره اونۍ کې ۵۳۳ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او څښاک توکي دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند نن دوشنبه د «وږي ۱۷مه» وویل، چې د حیرتان بندر له لارې ۶۹ زره او ۵۱۶ ټنه، د اقینې بندر له لارې پینځه زره او ۸۰۶ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۱ زره او ۴۲۹ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۳ زره او ۱۷۶ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال ۹۹ زره او ۹۲۷ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د یادونې وړ ده، د طالبانو د ټولګټو وزارت هره اونۍ د رېل پټلۍ له لارې د صادراتو او واردادو ارقام اعلانوي.

نور خبرونه

رادیو