د کونړ ناورین

په کونړ کې د زلزلې له امله د زرګونو زده‌کوونکو د زده‌کړو بهیر ګډوډ شوی

۶ ورځې مخکې

د هېواد په ختیځ بیا په ځانګړې توګه په کونړ ولایت کې د اګسټ میاشتې پر ۳۱مې د رامنځته شوې زلزلې اغېزې ورځ تر بلې څرګندېږي. د راپورونو له مخې، په دغه طبیعي ناورین کې یوازې د عامو خلکو ژوند نه دی زیانمن شوی، بلکې د پوهنې بهیر یې هم له ستر ګواښ سره مخ کړی دی.

د کونړ د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې د زلزلې له امله په ټول کونړ کې ۱۵۷زره او ۷۴زده‌کوونکي له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي.

دغه شمېر زده‌کوونکي د ښوونځیو د نړېدو او یا هم د سختو زیانونو له امله نه شي کولای د نویو درسي چارو پیل وکړي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د پوهنې رییس محب‌الله حیدري وایي، چې د دغې زلزلې په پایله کې ۳۹۱زده‌کوونکي او درې تنه ښوونکي مړه شوي دي. همداراز، ۷۶۰زده‌کوونکي او شل ښوونکي ټپیان شوي دي.

د ده په وینا، دغه مرګ ژوبله د سیمې د پوهنیز وضعیت لپاره یو ستر ناورین بلل کېږي، ځکه چې زرګونه کورنۍ د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه له اندېښنو سره مخ دي.

د کونړ د پوهنې ریاست د تازه شمېرو پر بنسټ، په یاد ولایت کې ۵۳ښوونځي په بشپړ ډول نړېدلي او ۲۵۳ښوونځي نیمه ویجاړ شوي دي.

د چارواکو په خبره، که بېړنۍ مرستې و نه شي، نو د نوي تعلیمي کال پیل به له لویو ننګونو سره مخامخ شي.

په څوکۍ ولسوالۍ کې د یوه ویجاړ شوي ښوونځي ښوونکي راز محمد ناصر افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «زموږ د عمرونو هیلې په دې ښوونځیو پورې تړلې وې، خو اوس ماشومان مو د خیمو تر سیوري لاندې ناست دي. موږ ښوونکي خپله هم له روحي صدمو سره مخ یو، ځکه د خپلو زده‌کوونکو جنازې مو پر اوږو تر هدیرو وړي دي».

د راپورونو له مخې، د اګسټ د ۳۱مې زلزلې په ټولییز ډول په ختیځ افغانستان کې ۲۲۰۵ کسان مړه کړي او نږدې ۳۶۴۰ نور یې ټپیان کړي دي. په مړه شویو کې د ماشومانو او ښځو شمېر هم د پام وړ دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د ښوونځیو نړېدل او د زده‌کوونکو مرګ‌ژوبله د پوهنې د راتلونکي لپاره جدي ګواښ دی.

سید رحیم چې درې ماشومان یې په همدې زلزله کې له لاسه ورکړي دي، په ژړغوني غږ افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «زما زړه د خپلو ماشومانو له قبرونو سره ښخ دی. د دوی د راتلونکي خوبونه مې په یوه شپه کنډواله شول. زه نور د ښوونځي د نړېدو غم نه لرم، زما ژوند لا له مخکې نړېدلی دی. خو د نورو ماشومانو لپاره غواړم چې ښوونځي بېرته جوړ شي، څو د نورو کورنیو هیلې زموږ په شان خاورې نه شي».

یو بل تن محمد ولي افغانستان انټرنشنل–پښتو ته وايي: «زما څلور ماشومان وو، دوه مې په زلزله کې له لاسه ورکړل او دوه نوریې اوس د خیمې تر سیوري لاندې ژوند کوي، مکتب خو هسې هم وران شو، خو زه وېرېږم چې د دوی زده‌کړې به نیمګړې پاتې شي او راتلونکی یې تیاره شي.»

د سیمې اوسېدونکي ټینګار کوي، چې د ښوونځیو نړېدل د ټولنې د راتلونکي لپاره ستره ضربه ده. یو ځايي دیني عالم مولوي نور الهدا وایي: «د ښوونځي له منځه تلل یوازې د ودانۍ نړېدل نه دي، بلکې د یوې ټولنې د پرمختګ د دروازې تړل کېدل دي.»

د دوی په وینا، زرګونه ماشومان چې باید د نوي کال له پیل سره ښوونځي ته لاړ شي، اوس د سرپناه او خوندیتوب له ستونزو سره مخ دي.

ځايي ښوونکي ټینګار کوي، چې د بېړنیو مرستو او ښوونځیو د بیارغونې پرته به د زده‌کړو د دوام امکان خورا ستونزمن شي.

د پوهنې ریاست چارواکي او د سیمې اوسېدونکي له نړۍوالو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې د ښوونځیو د بیارغونې او زده‌کوونکو د ملاتړ لپاره بېړنۍ مرستې ترسره کړي.

د دوی په وینا، د زده‌کړې بهیر ځنډېدل کولی شي د زرګونو ماشومانو پر راتلونکي او د ټولنې پر پرمختګ اوږدمهاله اغېزې ولري.

نور خبرونه

رادیو