له افغانستان نه د بریټانیايي ځواکونو تر وتلو ۴کاله وروسته د برېتانیا د پوځ پخواني قوماندان جنرال سر پټریک سنډرز ویلي چې د افغانستان اوږده جګړه د سیاسي او ستراتیژیکو ناکامیو له امله "ناکامه" پای ته ورسېده. هغه وايي، له افغان حکومت پرته له طالبانو سره مستقیمې خبرې د ناکامۍ پیل و.
نوموړي له BFBS فورسز نیوز ته په مرکه کې ویلي چې د بریتانیا تر ټولو اوږده جګړه د سیاسي او ستراتیژیکو تېروتنو ښکار وه.
سنډرز، چې په هلمند کې یې د برېتانیايي ځواکونو مشري کړې وه، وویل: «د اوږدې مودې لپاره زه د دې جګړې د پایلو په اړه په غوسه وم، موږ په هره کچه تېروتنې وکړې، په ستراتیژیکه، سیاسي او حتا په ټیټه کچه.»
هغه زیاته کړه چې د جګړې لومړیو کلونو کې د طالبانو له نسکورېدو وروسته لوېدیزوالو د افغانستان د سیاسي راتلونکي د جوړولو چانس له لاسه ورکړ.
د سنډرز په وینا، له سیاسي بهیر څخه د طالبانو ایستلو هغوی ته د زور له لارې د بېرته راتګ زمینه برابره کړه.
بریتانیا په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ زره پوځیان لرل، ۴۵۷ یې ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول.
سنډرز وویل: «موږ د دې کمپاین په لومړیو کې یو ستر فرصت له لاسه ورکړ، باید د طالبانو له نسکورېدو وروسته سیاسي راتلونکي ته مو پام کړی وای، ځکه هغوی په هر صورت کې د راتلونکي برخه وو.»
هغه د جګړې د وروستیو کلونو په اړه هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې له ۲۰۱۵ کال وروسته د بریتانیا د ځواکونو لږ حضور افغانانو ته د خپلو بنسټونو جوړولو فرصت ورکاوه، خو د ده په باور، د وتلو نېټې اعلان او له افغان حکومت پرته له طالبانو سره مستقیمې خبرې د ناکامۍ پیل و.
سنډرز د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل هوايي ډګر ګډې وډې صحنې د ماتې څرګند تصویر وباله او زیاته یې کړه: «د افغانستان د جګړې پایله د بریا په نوم نه شي یادېدای، موږ ماتې نه نمانځو.»