د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق «یو اېن اېف پي اې» وايي چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له نیمایي څخه زیات قربانیان ښځې او نجونې دي.
دغه سازمان ویلي، چې د زلزلې له امله اغیزمنې شوې ښځې او ماشومان سخت ټپیان شوي او بېړني او رواني ملاتړ ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق نن دوشنبه د «وږي ۱۷مه» په خپل راپور کې ویلي چې د ناورین بشپړ حد لا هم نامعلوم دی ځکه ځینې اغیزمنې سیمې د لرې والي او ستونزمن لاسرسي له امله لا تر اوسه نه دي ارزول شوې.
د طالبانو له خوا چمتو شويو ارقامو له مخې، د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې زلزلې له امله ۲۲۰۵ کسان مړه شوي دي خو دې ډلې تر اوسه د جنسیت له مخې د مړو شمیر نه دی خپور کړی.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق تر اوسه پورې پنځه ګرځنده روغتیایی ټیمونه زیانمنو سیمو ته لیږلي دي چې د میندو او امیندوارو میرمنو لپاره لومړني روغتیایی خدمات، رواني ټولنیز ملاتړ او د زلزلې قربانیانو ته عمومي طبي خدمات چمتو کړي.
دغه ټیم تر اوسه پورې ۹۵۰۰ کسانو ته د ژوند ژغورنې خدمات وړاندې کړي دي.
له زلزلې یوې اغیزمنې سلما وویل:«له زلزلې وروسته، کله چې زه د خپلې انا له کوره راستنه شوم، ما ولیدل چې زموږ کور ویجاړ شوی او زما مور، خویندې او ورور تر کنډوالو لاندې دي».
مسکا، چې د «یو اېن اېف پي اې» رواني ټولنیزه مشاوره ده، وايي چې د سلما درد د ډیری اغیزمنو میرمنو او ماشومانو تجربې ته اشاره کوي.