د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د دې ډلې پولیسو په کندز، بغلان او بلخ ولایتونو کې په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۴۵ کیلوګرامه نشه یي توکي او لس کسان د قاچاق او نشه يي توکو د ساتلو په تور نیولي دي.
د دغې ډلې د کورنیو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د کندز د امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو پر ضد پولیسو په دوه جلا عملیاتو کې، یو کس د خاناباد ولسوالۍ له سیمې د ۱۰۶ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق په تور نیولی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په همدې عملیاتو کې دوه نور کسان هم د کندز- تخار پر لاره له ۳۲ کیلوګرامه تاریاکو سره نیول شوي دي. په ورته وخت کې، د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې پولیسو یو کس له څلور کیلوګرامه چرسو سره نیولی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې یې عملیات کړي چې شپږ کسان یې له درې کیلوګرامه شیشې او یو شمېر الکولي مشروباتو سره نیولي دي.
یاد وزارت زیاتوي، نیول شوي کسان یې عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارلي دي.