د بدخشان په کنګلونو کې ۳۸ کاله وروسته د یو تن مړی موندل شوی

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۶

په بدخشان کې محلي سرچینې وايي، د شوروي ځواکونو پر وړاندې د مجاهدینو یو پخوانی سرتېری له ۳۸ کلونو وروسته، په نُسي ولسوالۍ کې موندل شوی. د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې د زیربل کلي اوسېدونکي جمعه‌خان مړی د شنبې په ورځ د طبیعي کنګلونو له ویلې کېدو وروسته له یخ نه راوتلی.

جمعه‌خان شاوخوا څلویښت کاله مخکې د پخواني شوروي ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې د کوف او نُسي ولسوالیو ترمنځ ورک شوی و.

د کوف او نُسي ولسوالیو په پوله کې د کلونو په اوږدو کې د پرله‌پسې واورې له امله کنګلونه جوړ شوي وو.

په تېرو کلونو کې د اقلیمي بدلون او د هوا د تودوخې د لوړوالي له امله دغه کنګلونه ویلې شوي دي.

د دې پروسې په پایله کې د کنګل یوه برخه ماته شوې او د جمعه‌خان جسد له ۳۸ کلونو وروسته له یخ نه راوتلی دی.

په نُسي کې یوې محلي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې جسد یې کورنۍ ته وسپارل شو. د دې سرچینې په وینا، د جمعه‌خان کورنۍ به د محلي چارواکو په ګډون د دوشنبې په ورځ، د سنبلې ۱۷مه، د فاتحې او دعا مراسم ترسره کړي.

نور خبرونه

رادیو