په بامیان کې د طالبانو چارواکو خلکو ته د ملا هبت الله فرمانونه واورول

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۶

د طالبانو د بامیان والي عبدالله سرحدي وايي چې د ټولنې په کچه دې شرعي قوانین او ددې ډلې د مشر فرمانونه پلي شي.

طالب چارواکو خلکو ته د قاچاق مخنیوي، امنیتي تدابیرو، په مذهبي، کلتوري، خوښۍ او ویر مراسمو کې له ناوړه دودونو او لګښتونو سره د مبارزې په تړاو د خپل مشر فرمانونه واورول.

د طالبانو د بامیان ولایت مقام نن یکشنبه د «وږي ۱۶مه» په اېکسپاڼه کې لیکلي، چې د یاد ولایت والي عبدالله سرحدي د یو پلاوي په مشرۍ کهمرد ولسوالۍ ته سفر وکړ او ددې ولسوالۍ له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره یې ناسته کړې ده.

په دې ناسته کې د طالبانو والي له قومي مشرانو او دیني عالمانو څخه مرسته غوښتې چې د دوی د مشر ملاهبت الله د فرمانونو او احکامو په پلي کېدو کې له دوی سره مرسته وکړي.

په دې ناسته کې د انساني قاچاق د مخنیوي، د امنیتي تدابیرو نیولو او په مذهبي، کلتوري، خوښۍ او ویر مراسمو کې له ناوړه دودونو او زیاتو لګښتونو سره د مبارزې لپاره چمتو شوي او صادر شوي فرمانونه واورول شول.

د طالبانو والي ټینکار کړی، چې د یادو فرمانونو عملي کېدل پر ټولو خلکو لازم دي.

په دې وروستیو کې ښکاري، چې د طالبانو د مشر د فرمانونو د عملي کېدو لپاره ځايي طالب چارواکي د ولایتونو ولسوالیو ته سفرونه کوي څو له خلکو ژمنې واخلي چې دې برخه کې مرسته وکړي.

نور خبرونه

رادیو