هند هڅه کوي چې د امنیت شورا له خوا نوي ډیلي ته د متقي د سفر اجازه ترلاسه کړي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۶

د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، د نرېندرا موډي حکومت لېواله دی چې یو ځل بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته مراجعه وکړي، څو نوي ډیلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي د سفر اجازه واخلي.

په قطر کې د طالبانو سفیر له دغې رسنۍ سره په مرکه کې د طالبانو او د هند د بهرنیو چارو وزیرانو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

دغې هندۍ رسنۍ د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) په یوه راپور کې ویلي، طالبان له نوي ډیلي سره د اړیکو د پراخېدو غوښتونکي دي او هند هم له دغې ډلې سره د اړیکو د ښه والي لپاره هڅې کړې دي.

کابل په دې وروستیو کې د هند او طالبانو د لوړپوړو چارواکو تر منځ د لیدنو وړاندیز وکړ او همداراز یې د هند له لوړپوړو چارواکو سره د امیرخان متقي د لیدنو او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین دغې هندۍ رسنۍ ته ویلي: «د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ لیدنې ضروري دي. دغه ډول لیدنې به د سوداګرۍ په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکاریو حوزې وارزول شي.»

د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، هند له طالبانو سره په اړیکه کې دی څو ژر تر ژره د بهرنیو چارو د وزیرانو لیدنې ته زمینه برابره شي او راپور همداراز کاږي، هند به د دغې کېدونکې لیدنې د نېټې له وروستي کېدو سره سم له امنیت شورا نوي ډیلي ته د امیرخان متقي د سفر اجازه وغواړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست نوم د ۱۹۸۸ پرېکړه لیک پر بنسټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې دی او ورسره له سفرونو هم منع شوی دی.

سرچینو تر دې مخکې ویلي و، چې هند امیرخان متقي ته بلنه ورکړې وه، چې د اګسټ میاشتې له ۲۷مې تر ۲۹مې نوي ډیلي ته سفر وکړي، خو دغه سفر له رسمي اعلانېدو مخکې لغوه شو، ځکه هند د هغه د سفر معافیت پر اخیستلو بریالی نشو.

نوي ډیلي امیرخان متقي ته د هند د سفر بلنه ورکړې ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو څانګې هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې هند نوي ډیلي ته د متقي د سفر د معافیت غوښتنلیک بېرته اخیستی دی.

هند د امیرخان متقي د سفر معافیت غوښتنه بېرته واخېسته | افغانستان انټرنشنل پښتو

د هند او طالبانو تر منځ اړیکې په دې وروستیو او په ځانګړې توګه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو په ډېرېدو سره ښې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو