له نړۍوال بانک نه د طالبانو غوښتنه: د برېښنا برخه کې مو نیمګړې پروژې بشپړې کړئ

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۶

د طالبانو د برېښنا شرکت مشر عبدالباري عمر له نړۍوال بانک، اروپايي ټولنې او یو شمېر هېوادونو څخه غوښتي چې د برېښنا په سکټور کې خپلې نیمګړې پروژې بېرته پیل کړي. هغه ویلي، د برېښنا مساله د اوسني عصر انساني اړتیا ده او باید دا بهیر سیاسي نه‌شي.

نوموړي یک‌شنبه (وږي ۱۶مه) په کابل کې د برېښنا سکټور اړوند د پانګونې جلب یو غونډې ته زیاته کړې: «ډېری داسې پروژې مونږ لرو چې هغه د دغه تمویلونکو لخوا د تېر نظام پرمهال تمویلیدلې،‌ خو کله چې زمونږ نظام راغی دغه پروژې نیمه کاره پاتې شوې».

هغه غوښتنه کړې چې د برېښنا د سکټور په برخه کې باید نړۍوالې مرستندویه ادارې او هېوادونه باید سیاسي چلند ونه کړي او یوازې د انساني اړتیاوو له‌مخې ورسره تعامل رامنځته کړي. عمر وویل: «دوی باندې غږ کوم، دا د افغانانو حق دی، افغانان د دې نړۍ د نفوس یوه برخه ده او په همدې اساس د ټولو نړۍوالو قوانینو په رڼا کې افغانانو سره باید د دې برخه کې ښه تعامل وشي».

د طالبانو دا چارواکي داسې مهال دا څرګندونې او غوښتنې کوي چې برعکس دې ډلې بیا د نړۍوالې ټولنې غوښتنې له پامه غورځولي او په افغانستان کې یې د خلکو پر عامه ژوند سخت محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي.

د ښځو پر حقونو بندیز، د نجونو د زده‌کړو محدودول، د بیان ازادۍ ضد کړنې، ټاکنو ته نه‌ژمنتیا او ډیموکراټیک ارزښتونه له پامه غورځول د نړۍوالې له‌خوا د دې ډلې د انزوا اړوند مسایل بلل کېږي.

نړۍوالې ټولنې په وار-وار خبرداری ورکړی تر هغې چې طالبان په افغانستان کې استبدادي وضعیت ختم نه کړي او د ښځو په ګډون د ټولنې ټولو قشرونو ته خپل حقوق ور نه کړي، نو دوی به هېڅکله له دغه ډلې سره تعامل ته لاره اواره نه کړي.

د طالبان د سخت‌دریځۍ له امله افغانستان له اقتصادي انزوا، فقر، لوږې، بشري ناورین او ان د پانګونې په برخه کې له کړاوونو سره مخامخ دی.

نور خبرونه

رادیو