طالبانو ته اخطار: امریکا د خپلو هېوادوالو د ناقانونه نیونې په تړاو خبرداری ورکړی دی

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۶

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د ټرمپ د هغه فرمان «د چڼې وهلو د وسیلې په توګه له امریکاییانو د استفادې» په تړاو د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې دغه ډول نیونې به «ډېرې سختې پایلې ولري.»

طالبانو له څو کلونو راهیسې یو شمېر امریکاییان نیولي او بیا یې له امریکا د امتیازونو د اخیستلو په بدل کې خوشې کړي دي. د ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت یو ځل بیا د یوه افغاني الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي د خوشې کېدو غوښتنه کړې، خو طالبان بیا د هغه پر نیولو منکر دي.

په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیر ډاوڼ برواڼ په یوه یادښت کې د امریکاییانو د ناقانونه نیونې په تړاو د ټرمپ وروستی نوی فرمان له امریکاییانو د خوندینې لپاره یو بې مخینې اقدام بللی دی.

ډاوڼ براوڼ د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ولسمشر ټرمپ فرمان هغو هېوادونو ته چې په ناقانونه توګه یې امریکاییان نیولي، روښانه پیغام ورکړی دی.

هغه د طالبانو د نوم له اخیستو پرته لیکلي: «که هڅه وکړئ چې له یوه امریکايي د چڼې وهلو او یا هم د امتیاز اخیستلو په توګه استفاده وکړئ، نو له سختو پایلو سره به مخ شئ.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د یوه فرمان په لاسلیکولو سره اعلان وکړ، هغه هېوادونه چې امریکاییان په ناقانونه توګه بندیانوي، نو مجازات به شي. د دغه فرمان له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اجازه لري، چې دغه ډول هېوادودنه «د ناقانونه نیونو د هېوادونو» په توګه مشخص او بیا پرې بندیزونه ولګوي او مجازات کول یې هم ترلاس لاندې ونیسي.

په دغو مجازاتو کې اقتصادي بندیزونه، وګړو ته یې د ویزې نه ورکړه او د بهرنیو مرستو پرې کول شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دغه فرمان له امریکا بهر له امریکاییانو د ساتنې لپاره قانون بللی او زیاته کړې یې ده: «هر څوک چې له یوه امریکايي د چڼې وهلو د وسیلې په توګه استفاده وکړي، نو بیه به یې پرې کړي.»

سپینې ماڼۍ بیا ویلي، دغه فرمان د طالبانو پر څېر ډلو هم د تطبیق وړ ده. دا په داسې حال کې ده، چې امریکا طالبانو ته د یوه دولت په سترګه نه ګوري.

د امریکا حکومت له دغه هېواده بهر د خپلو نیول شویو وګړو شمېر نه په ډاګه کوي، خو د «فولي» په نوم یوه بنسټ ویلي، په ۲۰۲۴ کال کې په ۱۷ هېوادونو کې لږ تر لږه ۵۴ امریکاییان نیول شوي دي.

طالبانو د روان زیږیز کال په لومړیو کې واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وروسته دوه امریکاییان له خپلو بندخونو ازاد کړل، خو د محمود شاه حبیبي له خوشې کېدو یې ډډه وکړه. طالبان د محمود شاه حبیبي نیول کېدل نه مني، خو امریکا بیا وايي، چې هغه د طالبانو له لوري نیول شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت «د عدالت لپاره ډالۍ» په نوم یوه پروګرام کې د روان کال په چنګاښ میاشت کې وویل، چې د ۱۴۰۱ کال د زمري په ۱۰مه محمود شاه حبیبي له خپلو څو همکارانو سره په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له لوري ونیول شو. د دغه پروګرام په وینا، له حبیبي او یوه بل کس پرته نور ټول نیول شوي کسان ازاد شوي دی.

په واشنګټن کې د اف‌بي‌ای دفتر هم تر دې مخکې د افغاني الاصله امریکايي او د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د پخواني رييس محمود شاه حبیبي د ورکېدو پوستر هم خپور کړی دی. دغه سازمان ویلي، هر هغو اطلاعاتو ته چې له مخې یې د حبیبي د موندنې او کور ته د بېرته ستنېدنې لامل شي، تر ۵ میلیونه ډالره جایزه ورکوي.

رویټرز خبري اژانس بیا د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې طالبانو محمود شاه حبیبي په کابل کې د القاعده د مشر اېمن الظواهري د وژل کېدو او په هغه شرکت کې یې چې کار کاوه د سي، ای، اې د احتمالي نفوذ په تړاو نیولی دی.

سپنې ماڼۍ همداراز ویلي، د ټرمپ د حکومت ډېر تمرکز د هغو امریکاییانو پر ازادۍ دی چې په نورو هېوادونو کې بندیان دي او په څه کم اوو میاشتو کې لږ تر لږه ۷۲ امریکاییان د نورو هېوادنو له بندخونو ازاد شوي دي.

نور خبرونه

رادیو