د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې سرپرست نورالدین ترابي په کابل کې د جاپان له سفیر سره په کتنه کې ویلي، د افغانستان ډېری خلک له غربت او بېوزلۍ کړېږي او مرستې باید سیاسي نه شي.
نورالدین ترابي په دې کتنه کې چې د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) ترسره شوه، په کونړ ولایت کې له زلزلهځپلو سره د جاپان له مرستو مننه وکړه او همداراز یې وویل: «په افغانستان کې زیات شمیر خلک له غربت او بېوزلۍ سره مخ دي او مرستو ته جدي اړتیا لري او مرستې باید بشري وي او سیاسي اړخ ورنه کړل شي.»
د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا په دې کتنه کې په هېواد کې د وروسیتو زلزلو له امله خواشیني څرګنده کړه او جاپان یې د افغانستان یو ښه دوست هېواد یاد کړ او د خپلو کړو مرستو له یادونې سربېره یې وویل: «خپلو مرستو ته به دوام ورکړو، څو د دغو دوو هېوادونو اړیکې پیاوړې شي.»
د نړۍوالو بشري سازمانونو په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، په هېواد کې د فقر، بېکارۍ او ان لوږې کچه لوړه شوې او طالبانو هم د خپلې واکمنۍ په ترڅ کې یو شمېر پخواني دولتي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي، چې ورسره د بېکارۍ او فقر کچه نوره هم لوړه شوې ده.
د نړۍوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، دمګړی په افغانستان کې څه باندې ۲۰ میلیونه کسان له شدید فقر سره لاس او ګرېوان دي او د ځینو نړۍوالو سازمانونو د مرستو په بندېدو او یو شمېر نورو د بودیجې د کمېدو له امله دغه ګراف مخ په لوړېدو دی.