طالبانو له ایراني چارواکو سره پر سرحدي همکاریو خبرې وکړې

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۶

په نیمروز کې د طالبانو والي دفتر خبر ورکړی چې د دې ډلې یوه پلاوي د ایران له چارواکو سره په میلک بندر کې لیدلي او د سرحدي همکارۍ پر اړونده موضوعاتو غږېدلي دي.

د معلوماتو له‌مخې، په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې د دواړو هېوادونو د تېلو ټانکرونو ته د تګ‌راتګ اجازه ورکړل شي او همداراز د ورېښمو پُل باید د ټرانزیټي تګ‌راتګ لپاره پرانیستی وي.

سرحدي ټرانزیټ، سوداګري، افغان مسافرو ته د ویزو ورکول او د قاچاق مخنیوی هغه نور موضوعات وو چې په دې لیدنه کې پرې خبرې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو