په جنیوا کې د افغانستان استازولۍ ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د شپېتمې غونډې په لومړۍ ورځ به د عالي کمېشنرۍ له لوري د افغانستان په تړاو یو راپور وړاندې شي. دغه غونډه به د وږي په ۱۷مه پیل او د تلې تر ۱۶مې دوام ومومي.
دغه غونډه به په داسې حال کې جوړه شي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوه اوونۍ مخکې په افغانستان کې د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت ترینګلی بللی و.
دغې شورا په کابل کې د یو شمېر ښځو نیونو ته په اشارې سره ویلي، د یوناما په وروستي راپور کې چې د اګسټ پر لسمه خپور شوی، پکې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د نقض ښکاره بېلګې لیدل کېږي.
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېت هم تر دې مخکې ویلي و، طالبان د افغانستان له قضايي او حقوقي بنسټونو د ښځو، نجونو او نورو لږکیو د ځپلو لپاره استفاده کوي.
هغه همدا تېره اوونۍ په جنیوا کې په یوې غونډه کې طالبان او فقر د افغانستان تر ټولو لویې ستونزې وبللې او یو ځل بیا یې په دغه هېواد کې د ښځو او همداراز د قومي او مذهبي لږکیو د حقونو پر خوندینې ټینګار وکړ.