په جینوا کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه سره له دې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازې او د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا ماموریت ناهیلی کوونکی ګڼي وايي، نړۍوال سیاسي وضعیت ته په کتو ښايي د روزا اوتنبایوا پر ځای ناستي ډېرې ناندرۍ رامنځته شي.
نصیر احمد اندېشه وايي، د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان لپاره د «روزا لوکزامبورګ» په څېر ښځې ته اړتیا وه، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازې په توګه ګومارل شوې وای، څو د ازادۍ او عدالت غوښتنې لپاره یې کار کړی وای، خو په وینا یې د هغې په څېر د یوې ښځې پر ځای «روزا اوتنبایوا» راغله او په باور یې شاوخوا ۳ کلن ماموریت یې په بشپړ ډول «ناهیلی کوونکی» و.
روزا لوکزامبورګ چې په ۱۸۷۱ کال کې دې نړۍ ته سترګې پرانېستې وې، یوه ازادي پلوه او انقلابي ښځه وه او له ولسواکۍ او همداراز د کارګرانو له حقونو د دفاع له امله ډېره مشهوره ده. هغه څو وارې بندي شوې وه او بالاخره په ۱۹۱۹ کال کې په برلین کې ووژل شوه. هغه اوس د مبارزو او ازادي پلوه ښځو لپاره الګو ګرځېدلې ده.
نوموړي د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) په خپله اېکس پاڼه ولیکل، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو راتلونکی استازی باید تر اوتنبایوا فعال وي.
له دې سره سم، نصیر احمد اندېشه د یکشنبې په ورځ (د وږي په ۱۶مه) له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د مېرمن اوتنبایوا یوازینۍ لاسته راوړنه دا وبلله چې «د درېیو کلونو ماموریت یې په خیر سره ختم کړ، له افغانستانه ونه اېستل شوه او له طالبانو سره ښکېله نشوه.»
اندېشه د مېرمن روزا اوتنبایوا پر کار کړنو په نیوکې سره زیاته کړه، هغې نه یوازې دا چې افغان ښځو ته یې کار ونه کړ، بلکې په سیاسي او د بشري حقونو په برخو کې چندانې ونه ځلېده او د ماموریت پر مهال یې له افغانستان سره بشرپاله مرستې هم راکمې شوې.
د نوموړي په وینا، نړۍوال سیاسي وضعیت ته په کتو ښايي په دې نږدې راتلونکې د روزا اوتنبایوا پر ځای ناستي د نړۍوالو تر منځ توافق رامنځته نشي او ښايي تر ډېرې مودې د اوتنبایوا مرستیال د یوناما سرپرستي وکړي.
نصیر احمد اندېشه زیاتوي، «اوس روسیې طالبان په رسمیت پېژندلي او ښايي په دې برخه کې د طالبانو له دریځه دفاع وکړي، د چین هیله به هم دا وي چې خبره یې ومنل شي او د برېتانیا، امریکا، چین او فرانسې تر منځ رامنځته شوي تفاوتونه به پر یوه بل نوي استازي اجماع سخته کړي او ښايي تر ډېره د هغې مرستیال د یوناما د سرپرست په توګه کار وکړي.»
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې روزا اوتنبایوا د افغانستان لپاره خپله ځانګړې استازې وګومارله. هغه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشره هم وه.
روزا اوتنبایوا له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ کاله د قرغېزستان ولسمشره وه او په دغه هېواد کې څو دورې د بهرنیو چارو وزیره هم وه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې په توګه د روز اوتنبایوا ماموریت د تېرې شنبې په ورځ (د وږي په ۱۴مه) پایته ورسېد.