په ترکیه کې د کډوالو او سمندر ساتونکو د کښتیو د ټکر له امله پنځه تنه مړه شوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۶

د ترکیې په شمال لویدیز کې د یکشنبې په ورځ له کډوالو یوه ډکه کښتۍ د ترکیې د سمندر ساتونکو له کښتۍ سره ټکر کړی، چې پنځه تنه پکې مړه شوي او یوه مېرمن سخته ژوبله شوې ده.

د سیمه‌ییز والي دفتر ویلي، چې د یوه ورک شوي کس د موندلو لټون روان دی.

د والي دفتر زیاته کړې، «یوه چټکه کښتۍ چې ۳۴ کډوال او یو قاچاقبر پکې سپاره وو، د ایوالیک ولسوالۍ باداوت ساحل ته نږدې د سمندر ساتونکو له کښتۍ سره ټکر شوې ده».

د ایوالیک د څارنوالۍ دفتر د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

نور خبرونه

رادیو