د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شمال ختیزې برخې استازي ویلي، چې که طالبان د اړتیا وړ توکو لېست وړاندې کړي، ایران چمتو دی چې د کونړ زلزلهځپلو ته نورې مرستې هم ولېږي. هغه زیاته کړې چې د خیریه بنسټونو تر څنګ، مشهد ښاروالي او ښاري شورا هم مرستو ته چمتو دي.
د ایرنا د راپور له مخې، معصومي فر د یکشنبې په ورځ په مشهد کې د طالبانو په کونسلګرۍ کې د کونړ زلزلې د قربانیانو د یادپاڼې د لاسلیکولو پرمهال وویل، چې د زلزلې له اعلان وروسته ایران ژر اړینې مرستې برابرې کړې او څو ځلې یې د ځمکې او هوا له لارې بیړنۍ مرستې افغانستان ته واستولې.
هغه زیاته کړې چې د خیریه بنسټونو تر څنګ، مشهد ښاروالي او د ښار شورا هم د هر ډول انساني او بیړنیو مرستو د لېږلو لپاره خپله تیاري څرګنده کړې ده.
نوموړي ویلي، د ایران او افغانستان هغه سوداګریز شرکتونه چې په خلیج هېوادونو کې مېشت دي هم ژمن شوي چې د افغانستان د زلزلهځپلو سیمو د بیا رغونې لپاره مالي مرسته وکړي.
د طالبانو د مشهد سرکونسل نور محمد متوکل د ایران مننه کړې او ویلي یې دي، چې«تل د افغانستان له ولس سره د ستونزو او سختیو پر مهال ولاړ دی».