د کونړ ناورین

د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره تراوسه د څه باندې ۳۸.۳ میلیونه ډالرو مرستې اعلان شوې دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۶

په دغو مرستو کې تر ټولو ډېرې مرستې ایټالیا او ملګرو ملتونو اعلان کړې دي، خو امریکا چې په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې د افغانستان تر ټولو ستره مرستندویه وه، تر اوسه یې د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

سره له دې چې د افغانستان له وروستۍ زلزله‌ځپلو سره د مرستو بهیر روان دی، تر اوسه ایټالیا، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو له یادو زلزله‌ځپلو سره د څه باندې ۳۸ اعشاریه ۳ میلیون ډالرو په ارزښت مرستې اعلان کړې دي.

په دغو شویو مرستو کې نغدي او غېر نغدي مرستې شاملې دي.

ایټالیا ۱۳ میلیونه یورو، ملګرو ملتونو د بېړني صندوق له لارې ۱۰ میلیونه ډالره، چین ۷ اعشاریه ۲ میلیونه ډالره، جرمني ۲ اعشاریه ۵ میلیون ډالره، برېتانیې ۱ اعشاریه ۳ میلیونه ډالره، اروپايي ټولنې ۱ اعشاریه ۱ میلیون ډالره، اسټرالیا ۱ میلیون ډالره، سوېلي کوریا هم ۱ میلیون ډالره، اېرلنډ ۵۸۰ زره ډالره او ترکیې او یوه څېړنیز بنسټ یې بیا ۶۰۰ زره ډالره مرسته اعلان کړې ده.

له دې سره سم، د افغانستان له وروستي زلزله‌ځپلو سره روسیې، قطر، متحده عربي اماراتو، پاکستان، ایران، جاپان، قزاقستان، ترکمنستان، بنګله‌دېش، ازبکستان، سعودي عربستان، هند او یو شمېر نورو هېوادونو د ځمکې، اورګاډي او هوا له لارو د خوراکي توکو، روغتیايي وسایلو او خېمو مرستې کړي او یوه برخه کې تر زلزله‌ځپلو رسول شوې دي.

ګڼو هېوادونو ویلي، چې یادې مرستې به د طالبانو له مداخلي پرته د مرستندویه ادارو له لارې تر اړمنو کسانو ورسوي.

له افغانستان سره د دغه ناورین په کابو کولو کې متحده عربي امارات لومړنی هېواد دی، چې د ابوظبي د ملکي دفاع ادارې، ملي ګارډ او د ګډو عملیاتو د قوماندانۍ اړوند د ژغورنې او لټون ځانګړې ډله یې د افغانستان زلزله‌ځپلو سیمو ته واستوله.

د قطر دولت بیا ویلي، چې د افغانستان د زلزله‌‌ځپلو خلکو لپاره یې د بشري مرستو استولو هوايي دهلېز پرانیستی دی. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا هوايي دهلېز د دغه هېواد د امیر تمیم بن حمد ال ثاني په لارښوونه پرانیستل شوی دی.

د کونړ د زلزله‌ځپلو لپاره د مرستو رسولو په برخه کې افغان سوداګرو، لوبغاړو او عامو کسانو هم برخه اخیستې ده.

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي د زلزله‌ځپلو لپاره د ۵۰۰ مېلیون افغانیو مرسته اعلان کړې، د کرېکټ د ستورو راشد خان او محمد نبي له لوري څه باندې۱۲۰ زره ډالره مرستې راټولې شوي او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د صرافانو ټولنو، صنعتکارانو او نورو سوداګرو هم د مرستو راټولولو کمپاینونه پیل کړي او ځینې کسان عملا په زلزله‌ځپلو سیمو کې د مرستو پر وېش بوخت دي.

له هېواده بهر هم په بېلابېلو هېوادونو کې افغان ټولنو د نغدي مرستو راټولولو هڅې پیل کړي، خو تر اوسه د یادو راټولو شویو مرستو کره شمېر نه دی په ډاګه شوی.

یو شمېر زلزله‌ځپلي اندېښنه لري، چې مرستې به اړو کسانو ته و نه رسېږي.

طالبانو بیا د زلزلې د ټپیانو انتقال،خوراکي توکو، جامو او نورو بېړنیو اړتیاوو لپاره یوازې سل مېلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

خو امریکا چې یو وخت د افغانستان تر ټولو لوی مرستندویه هېواد ګڼل کېده او د مرستو په سر کې ولاړه وه، د ټرمپ له بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته له افغانستان سره یې خپلې ټولې بشري مرستې بندې کړې دي. امریکايي چارواکو ویلي، چې ښايي کېدونکې مرستې طالبانو ته ورسېږي.

رویټرز راپور ورکړی، چې په افغانستان کې له مرګونې زلزلې ۷ ورځې وروسته هم واشنګټن هېڅ مرسته نه ده کړې او دا ښيي، چې ډونالډ ټرمپ د بهرنیو مرستو په کمولو او د مرستندویو بنسټونو په تړلو سره د بېړنیو مرستو په برخه کې خپل مخکښ رول له لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو وروستی راپور ښيي، چې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې له امله ۸۴ زره کسان اغېزمن شوي او ۶۷۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د افغانستان په ختیځ کې د تېرې یکشنبې په شپه د شوې زلزلې او ورپسې ټکانونو له امله تر اوسه ۲۲۰۵ تنه مړه شوي او ۳۶۴۰ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، د زلزلې د قربانیانو په شمېر کې هره شېبه زیاتوالی راځي او ښايي د طالبانو له خوا له اعلان شویو شمېرو لوړ وي.

په ورته مهال مرستندویه ادارو له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان لپاره بېړنۍ مرستې زیاتې کړي.

سربېره پر دې، په کونړ کې د ښځینه ډاکترانو کموالي له ښځینه زیانمنو سره د مرستې او د ټپي شویو ښځو د درملنې په برخه کې جدي ستونزې رامنځته کړي دي.

نور خبرونه

رادیو