د ګیانا د خلکو پرمختیایي ګوندغړي عرفان علي د یکشنبې په ورځ یوځل بیا ددغه هېواد د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
علي وویل چې د هېواد د نفتي شتمنیو عواید یې د خلکو د خوښې وړ ټولنیزو پروګرامونو په برخه کې لګولي او ژمنه یې وکړه چې عواید به لوړ کړي او د خلکو هوساینه به تضمین کړي.
د سپټمبر پرلومړۍ نېټه شویو ټاکنو کې د خلکو پرمختیایي ګوند ۳۶ څوکۍ وګټلې، چې له تیرو ټاکنو درې زیاتې دي.
د علي حکومت چې په ۲۰۲۰ کال کې واک ته راغلی، د سړکونو، ښوونځیو او روغتونونو په جوړولو کې یې پانګونه کړې او په دولتي پوهنتون کې یې د زدهکړې فیس وړیا کړی دی.