د ارويايي ټولنې په نوې اعلان شوې مرسته کې ۸ مېلیون یورو د ښځو او نجونو د ملاتړ او ۶ مېلیون یورو د ټولنیزې پیاوړتیا پروګرام ته ځانګړې شوې، چې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو له خوا به ولګول شي.
اروپايي ټولنې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اعلان شوې نوې مرسته به د افغانستان د ټولنیزې پیاوړتیا پروګرام وغځوي او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام، د کرنې او خوراک نړیوال سازمان او د کډوالو نړیوال سازمان له خوا به مصرف شي.
ارويايي ټولنې ویلي، دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د ادارو له خوا د ښځو او نجونو د ملاتړ او د افغانانو د ټولنیزې پیاوړتیا په برخه کې د نشه يي توکو پر ضد پروګرامونو کې ولګیږي.
د اروپايي ټولنې موقتي استازې ورونیکا بوسکوویچ پوهار ویلي:« دغه مرسته په خورا مهم وخت کې ترسره کېږي، ځکه افغان ټولنې له اقلیمي خطرونو او د طبیعي سرچینو له منځه تلو سره لاس او ګرېوان دي. اروپايي ټولنه د دوحې د پروسې له لارې په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد هڅو ملاتړ کوي او له کروندګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې مرسته کوي.»
د افغانستان د ټولنیزې پیاوړتیا پروګرام په ۲۰۲۴ کال کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک سازمان، د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام او د کډوالۍ سازمان له خوا په ګډه په هلمند او کندهار ولایتونو کې پیل شوی او په نوې مرستې سره به یاد پروګرام درېم کال ته وغځوي او په بادغیس ولایت کې به هم د تاریاکو سروې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر ضد ادارې په مشرۍ تمویل شي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازی سټیفن رودریکز وايي:« د اروپايي ټولنې مرسته یوازې مالي پانګونه نه ده، بلکي د یووالي او ګډې همکارۍ پیغام دی. موږ د افغان ټولنو تر څنګ درېږو څو د ناقانونه اقتصادونو پر ځای بدیلونو ته مخه کړي او د اقلیم بدلون واقعیتونو ته ځانونه برابر کړي.»
د اروپايي ټولنې له نوې اعلان شوې مرستې څخه ځانګړي شوي ۸ مېلیونه یورو د افغان ښځو او نجونو د ژغورنې، رواني ملاتړ او معیشت خدمتونو پیاوړتیا په برخه کې لګول کېږي.
ورونیکا بوسکوویچ پوهار وویل:«ارويايي ټولنه ویاړ لري چې د ملګرو ملتونو د ښځو پراختيايي ادارې سره خپله همکاري نوره هم پیاوړي کوي. دغه مرسته زموږ د افغان ښځو او نجونو د پیاوړتیا لپاره ده ځکه د ټولنې د ټولو وګړو مساوي ګډون د باثباته راتلونکي یوازینۍ لاره ده.»
د ملګرو ملتونو د ښځو پراختيايي ادارې استازې سوزان فرګوسن د اروپايی اتحادیې د نوې مرستې هرکلی کړی او وايي، د ښځو د مدني ټولنې بنسټونه د افغان ښځو او نجونو لپاره د ژغورنې یوازینۍ لاره ده او په افغان ښځو او نجونو پانګونه په دې سخت وخت کې خورا اړینه ده.