د درې‌اړخیزې لوبلړۍ پای‌لوبه؛ افغان کرېکټ ملي لوبډله نن له پاکستانۍ لوبډلې سره سیالي لري

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۶

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې خبر ورکړی چې افغان کرېکټ ملي لوبډله به د درې‌اړخیزو ۲۰ اوریزو سیالیو په لړ کې نن ماښام ۷:۳۰ بجې له پاکستان سره د یوې سترې پای‌لوبې لپاره د لوبې ډګر ته ښکته شي. په دې لوبلړۍ کې افغانستان څلور سیالۍ کړي چې یوازې یوه یې بایللې او درې نورې یې ګټلي دي.

افغان ملي لوبډلې تېره جمعه متحده عربي اماراتو ته په دې لوبلړۍ کې د ۴ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او له دې سره یې درې سیالۍ وګټلې.

په دې لوبلړۍ کې افغان لوبډلې دوه لوبې له اماراتو او یوه هم له پاکستان ګټلې ده. افغانستان په یادې لوبلړۍ کې خپله لومړنۍ لوبه پاکستان ته بایللې وه.

د کرېکټ چارو کارپوهانو په اند، افغان لوبډله اوس مهال په روانو سیالیو کې له ښه مورال څخه برخمنه ده او د بریا چانس یې هم ډېر دی.

د یادونې ده چې دا سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب د دغه هېواد په شارجه کرېکټ لوبغالي کېږي.

نور خبرونه

رادیو