د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د جرمني سولې کلي مرستندویه بنسټ په افغانستان کې د هغو ماشومانو د درملنې لپاره ۲۰ زره یورو مرسته وکړه چې سخت سوځېدلي او یا د هډوکو ناروغي ولري.
د اعلامیې لهمخې، د جرمني د سولې کلي مرستندویه بنسټ پلاوي د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهابالدین دلاور ته ۲۰ زره نغدي یورو ورکړې دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، دا مرستې د هغو ماشومانو د درملنې لپاره دي چې سخت سوځېدلي او یا د هډوکو ناروغي ولري.
د دې بنسټ پلاوي همداراز ویلي چې دوی له افغانانو سره مرستې او لاسنیوي ته ژمن دي.